Mar 07, 2023 11:13 Asia/Kabul
  •  نړیوال اژانس د ایران پرضد پریکړه لیک نه خپروي

په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د روسیې استازي میخاییل اولیانوف په ویانا کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل تهران ته د اټومي اژانس د مشر رافائل ګروسي سفر ته په پام سره د واکمنې شورا په غونډې کښې د ایران پرضد پریکړه لیک نه صادریږي.

میخاییل اولیانوف ډاګینه کړه ایران ته د اټومي اژانس د مشر رافائل ګروسي سفر بریالی و او داسې هیڅ دلیل نشته چې د ایران پرضد کوم پریکړه لیک خپور شي.

هغه وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې به بحثونه شاید توده شي خو دا ځل به هیڅ عملي اقدام ترسره نشي.

په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د روسیې استازي میخائل اولیانوف په دې خبرې سره چې تهران ته د رافائل ګروسي سفر کاملا رغنده و وویل امریکا او درې اروپايي هیوادونه اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره د فیصلې غوره کولو ته تیار نه دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي څو ورځې مخکې تهران ته راغلی و او د ایران له لوړرتبه چارواکو سره له کتنې او کوټلیو خبرو وروسته د فني ملګرتیا په هکله موافقې ته رسیدلی.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا فصلي غونډه په تیرې دوشنبې ورځ په ویانا کښې پیل شوه او تر پینځو ورځو پورې به دوام ولري.

 

ټیګونه