Feb 02, 2024 12:07 Asia/Kabul
  • ایران د یورانیمو د۶۰فیصدي پخولو تیزوالی کم کړی دی

د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر مدعي شوی دی ،که څه هم ایران د یورانیمو د شپیته فیصدي پخونې زیرمې زیاتې کړي دي ، خو ددغو محصولاتو د تولید سپيډ ئې کم کړی دی .

فارس  خبری آژانس راپور ورکړی ، د  ایټةی انرژۍ دنړیوال آژانس  مشر رافائيل ګروسي  پرون  دناوخته  له نیویارک ټایمز  ورځپاڼې سریه په مرکې کې ووئيل،  ایران که څه هم  د یورانیم د شپیته فیصدي پخولو اندازه زیاتوي ، خو ددغه محصول دتولید سپيډ ئې تر یوه حده کم کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي دي ،  ګروسي په دقیق ډول مشخصه نه کړه چې د یورانیمو د پخولو تیزوالي کمیدا له کله راهسې پيل شوې ده ،  د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  په تیرو کلونو کې د ایران د ایټمي پروګرام په باب د صهیونیسټ رژيم  له خ وا ځ ينو مطرح شوو ادعاګانو ته توجه کړې  او تکرار کړې ئې ده .  تهران دغه ادعاګانې  جوړې کړئ شوي بللي او  په زغرده ئې رد کړي دي.

پر دې سربیره ، د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د مشر رافایل ګروسي ځ يني نظر څرګندونې  دهغه  د تخصصي دندو له چوکاټه بهر مطرح کیږي چې د ایران د لوړپوړو چارواکو  غبرګون  ئې په ځان پسې درلودلی دی .

 د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس پلټونکو تر اوسه پورې په کرتو د ایران د ایټمي تاسیساتو پلټنې ک ړي دي ، البته هیڅکله  ئې هم  داسې کوم مدرک  چې وبریښوي ، د ایران سوله ایز ایټمي پروګرام  د پوځي مقاصدو په لور منحرف شوی وي،نه دی پیدا کړی.

 

ټیګونه