Dec 30, 2023 04:26 Asia/Kabul
  • د ایران اټومي پروګرام سوله ئیز دی او وي به

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» د تهران د اټومي پروګرام په هکله د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا، فرانسې او د جرمني ګډې بیانیې ته په غبرګون کښې وویل: د ایران اټومي پروګرام تل سوله ئیز و او وي به.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په تیرې سه شنبې ورځ په خپل نوي راپور کښې ادعا وکړه چې ایران د خپل د شپیتو فیصدو په  سویه د یورانیمو د تولید د سرعت د کمولو سیاست څنګ ته کړی دی او په لوړه سویه د یورانیمو د پخولو کار یې پیل کړی دی.

په همدې لړ کښې امریکا ، انګلستان ، فرانسې او جرمني د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د نوي راپور له خپریدا وروسته چې پکښې ادعا شوي وه ایران د شپیتو فیصدو په سویه د یورانیمو تولیدول زیات کړي دي ګډه بیانیه خپره کړه او کومه چې د ایران له غبرګون سره مخ شوه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون وویل: ډیره د شرم خبره ده داسې هیوادونه چې په خپله د ایران د اټومي پروګرام په هکله د اوسنیو شرایطو مسوول دي د ګرم او د قرباني د بدلولو  کوشش کوي.

کنعاني زیاته کړه ښه خبره دا ده چې امریکا او درې اروپايي هیوادونه په ایران  باندې د خپلې ګرمې د مسوولیت د اچولو او د سیاسي دریځونو د غوره کولو پرځاې په تیرو دوو کلونو کښې د تهران پرضد د بایکاټونو د ختمولو د خبرو اترو په هکله خپل کړچار ته کتنه وکړي او د خپل د غیر رغنده سیاستونو نتیجه وویني.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ټینګار وکړ د ایران د یورانیمو د پخولو په مرکزونو کښې د شپیتو فیصدو په سویه د یورانیمو پخول تل د ایران له سوله ئیزو ضرورتونو سره متناسب دي او هغه په کامل ډول د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترڅارنې دي او د یورانیمو پخول به دوام ولري.

هغه وویل ایران له خپلو ټولو نړیوالو حقوقو او ژمنو څخه خبر دی او په همدې چوکاټ کښې به له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره خپلو ملګرتیاو ته دوام ورکړي.

ناصر کنعاني ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د تیر وخت په شان خبرې او ډيپلوماسۍ د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د جعلي اندیښنو د  ختمولو لپاره تر ټولو ښه روده ګڼي او اوس غونډسکه(توپ) د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو په ځمکه کښې ده او دوې باید د بې نتیجې دباونو او د بیانیو د خپرولو د سیاست په څنګ ته کولو سره ضروري سیاسي فیصله ترسره کړي.

د ایران د اټومي پروګرام په هکله د لویدیځو هیوادونو بې اساسه ادعا په داسې حال کښې ده چې تهران په ځلونو خپل اټومي پروګرام سوله ئیز بللی دی.

 

ټیګونه