May 25, 2023 03:01 Asia/Kabul
  • د ډيپلوماسۍ له لارې د ایران اټومي موضوع حل کیدلای شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وربرګ وویل باوري یوو چې د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران د اټومي دوسیې په هکله حل لاره پیدا کولای شو.

هغه له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې نیواکي ټاټوبو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه مونږ په دې پسې یوو چې په مینځني ختیځ کښې د امنیت او د ثبات کتونکي ووسو او مونږ په دې هکله له اسرائیلي لوري سره تماس لرو.

وربرګ په دوام کښې د سوډان د کړکیچنو شرایطو په هکله وویل واشنګټن له نږدې څخه د سوډان حالت تر څارنې لاندې لري او مونږ به د اوربند د هرډول خلاف ورزۍ په هکله له نورو هیوادونو سره خبرې وکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وربرګ وویل لومړی ګام په سوډان کښې د اوربند اجرا کیدل او دوهم ګام د هغه تمدیدل دي.

د ایران د اټومي مسلې په هکله د امریکا د خارجه وزارت د ویاند وربرګ دغه وینا له هغه درې ورځې وروسته راځي چې د امریکا د خارجه وزارت اصلي او نوي ویاند منټیو میلر ویلي وو ډيپلوماسۍ د ایران د اټومي پروګرام په هکله تر ټولو ښه حل لاره ده.

 

ټیګونه