Jan 14, 2024 05:57 Asia/Kabul
  • د فلسطین حالاتو، نړۍ ته د اسرائیلي رژیم څېره ور وپېژندله

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د صهیونیسټانو د پښې نښې د سیمې په ډېرو کړکېچونو کې لیدل کېدی شي وویل: د فلسطین له حالاتو یوه پرده لیرې شوه او د اسرائیلي رژیم بڼه یې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه.

 د ایرنا د خبر له مخې، محمد اسلامي د یکشنبې په شپه د فلسطین افق په ټلویزیوني پروګرام کې وویل: د اسرائیلو رژیم تل فلسطینیان ترهګر بللي او دا یې خپل حق ګڼلو چې باید چلند وکړي او جنایتونه ترسره کړي، خو په نړۍ کې دغه حالات بدل شوي دي.

 اسلامي د صهیونیسټي رژیم د ګواښ په اړه د آژانس ادارې عمومي مشر ته د لیک په اړه وویل: هغه لیک ته ځواب نه دی ویل شوی، په کومه ورځ چې د صهیونیسټي رژیم د سیاحت وزیر ګواښ کړی وو، په بشپړ ډول بې باورۍ سره هېڅ غبرګون ورته نه دی شوی او تر دې مخکې په تلې میاشتې کې نتانیاهو په خپله وینا کې ایران ته د اټومي برید ګواښ کړی وو.

هغه وويل: ما د دې آژانس مشر ته مې يو مکتوب ليکلی او له و مې غوښتل چې دغه موضوع وڅېړي او امنيت شورا ته یې راپور ورکړي. داسې څه ونه شول او تمه مې دا وه چې دا موضوع به د حکامو په شورا کې مطرح شي، خو د صهیونیسټي لابي په زور  سره داسې ونه شول.

ټیګونه