Nov 10, 2023 14:37 Asia/Kabul
  • د غزې پرضد له اټومي بم د استفادې په هکله د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر دریځ :-

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته په یوه لیک کښې غوښتنه وکړه چې اټومي اژانس د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا له اټومي وسلو د استفادې یا د استفادې د ګواښ د خطرونو پایلې د ملګروملتونو امنیت شورا ته منعکسې کړي.

د غزې د تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو پینځه دیرش ورځې تیریږي.

په دې موده کښې د غزې په روغتونونو ، هستوګنه سیمو او د کډوالو په کیمپونو او بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د بمباریو له کبله یولس زره فلسطینیان شهیدان او کابو اوویشت زره نور ژوبل شوي دي.

سره له دې د صهیونیسټ رژيم د کابینې وزیر «امیخای الیاهو» په تیرو ورځو کښې د یوه انتخاب په توګه په غزې تړانګې کښې د فلسطین د خلکو پرضد د اټومي بم د کارولو وړاندیز کړی و او غزې ته د هر ډول بشر دوستانه مرستو له ورتلو سره یې مخالفت کړی و.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر محمد اسلامي لیک څو مهم ټکي لري.

لومړی ټکی دا چې ؛ دا لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټ رژیم نورو هیوادونو ته له اټومي بم د استفادې ګواښ کوي.

صهیونیسټ رژيم تراوسه څو ځله د ایران اسلامي جمهوریت ته د اټومي حملې ګواښونه کړي دي.

رافائل ګروسي ته د محمد اسلامي په لیک کښې ویل شوي دي: د صهیونیسټ رژيم چارواکو په تیرو وختونو کښې دې ته ورته ګواښونه د ایران اسلامي جمهوریت ته هم کړي وو.

د روان میلادي کال د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د سپتمبر د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې په غونډې کښې هم د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوې وینا کښې چې په ټوله دنیا کښې په ژوندۍ بڼه خپره شوه وویل ایران باید له معتبر اټومي ګواښ سره مخامخ شي.»

دوهم ټکی دا چې صهیونیسټ رژيم تراوسه نړیوال اټومي سند نه دی منلی او اټومي وسلې یې هم د وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي (NPT)په خلاف ورزۍ کولو سره ترلاسه کړي دي.

سره له دې هیڅ ارګان او هیڅ نړیوال قدرت صهیونیسټ رژیم تر  دباو لاندې نه راوستلی او تل اویو حتی له اټومي بم د استفادې ګواښ هم کوي.

په حقیقت کښې صهیونیسټ رژیم په خپل کړچار سره نړیوال مقررات کمزوري کوي.

د صهیونیسټ رژیم خلاف ورزۍ یوازې د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي د غړي نه کیدل او د سیف ګارډ د تړون نه منل کیدل نه دي بلکې د این پي ټي تړون او د سیف ګارډ کمزوري کول هم  دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر محمد اسلامي په لیک کښې ویل شوي دي اسرائیل په پیژندل شویو نړیوالو اصولو باندې سترګو پټولو سره د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي او د سیف  ګارډ تړون اغیز شیندنه او کارندوالی  نیغ په نیغه کمزوری  کوي.

دریم ټکی دا چې صهیونیسټ رژیم همدا اوس ځان ته اجازه ورکوي د غزې د تړانګې د خلکو په وړاندې د ټولو بشر دوستاته مقرراتو خلاف ورزۍ وکړي او نسل کشۍ ترسره کړي، خو بیا هم نړیوالو موسسو او سترو قدرتونو دغه رژیم ازاد پریښودلی دی او دوې د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک شوي دي.

په حقیقت کښې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر محمد اسلامي په وینا  صهیونیسټ رژیم  د فلسطین د غزې تړانګې د بې پناه او د مظلومو خلکو په ګواښلو سره د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو تر ټولو ساده اصول له چیلنج سره مخامخ کړي دي .»

څلورم ټکی دا چې له اټومي بم د استفادې په ګواښ کښې د قدس د نیواکګر رژیم کړچاري بیلګه هم لویدیځه اسیا سیمه د اټومي کیدا په لور کاږي او هم عملا دغه سیمه له وسله والو سیالیو سره مخامخ کوي ځکه چې دغه ګواښ  به په راتلونکي کښې د نورو هیوادونو په تیره بیا د سیمې د قدرتونو پرضد وکارول شي.

پینځم ټکی دا چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مسوولیت لري له یوې خوا د خپل موجودیت او دغه اژانس ته د اړونده نړیوالو سندونو دفاع وکړي او له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم ګواښونه د ملګروملتونو امنیت شورا ته منعکس کړي.

که چیرې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له دغه اقدام ترسره کولو ډډه وکړي نو د ځان په کمزوري کولو کښې له صهیونیسټ سره غږمله شوی دی.

 

ټیګونه