سعودي عربستان ولې د ایران د اټومي خبرو هرکلی کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159370
ایرنا خبري اژانس وايي«نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی سعودي عربستان خپل اقتصاد ته د تنوع او ډول ډول والي د وربخښلو لپاره د سترو پروګرامونو په درشل کښې دی
(last modified 2025-04-25T07:55:38+00:00 )
Apr 25, 2025 11:59 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان ولې د ایران د اټومي خبرو هرکلی کوي؟

ایرنا خبري اژانس وايي«نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی سعودي عربستان خپل اقتصاد ته د تنوع او ډول ډول والي د وربخښلو لپاره د سترو پروګرامونو په درشل کښې دی

چې هدف یې په تیلو باندې له یوه اړونده اقتصاد څخه د تجارت ، د ټیکنالوژۍ او د ټوریزم په یوه قطب باندې د عربستان بدلول دي او په نتیجه کښې په سیمه کښې تاوتریخوالي د دغه اقتصادي لرلید لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي که څه هم کیدونکي موافقه یوبل ته زیات ورته والی لري خو د ایران له اټومي موافقې څخه  د فارس خلیج د عربو هیوادونو ملاتړ ښودنه کوي چې سیمه څومره بدله شوي ده.

لس کاله مخکې هغه وخت چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما او د نړۍ نور مشران د ایران د اټومي پروګرام د محدود کولو په هکله له تهران سره موافقې ته ورسیدل عربستان دغه موافقې ته چنداني مثبت نظر نه درلود او د عربستان چارواکو هغه موافقه کمزوري بللي وه خو اوس په داسې حال کښې چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت پخوانۍ موافقې ته له ډیرو ورته کلي موضوګانو سره یوې موافقې ته د رسیدا لپاره له ایران سره د خبرو په  حال کښې دی  د سعودي عربستان نظر هم کاملا متفاوت شوی.

د عربستان خارجه وزارت هم څه موده مخکې د یوې بیانیې په خپرولو سره هیله وکړه هغه اټومي خبرې چې د عمان په مینځګړیتوب سره ترسره کیږي په سیمه او دنیا کښې له سولې سره مرسته وکړي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان  حتی خپل ورور خالد بن سلمان چې دفاع وزیر دی ایران ته راوستوه او د ایران حکومتي چارواکو هم د هغه تود هرکلی وکړ او د عربستان دفاع وزیر بیا په شخصي ډول یو لیک د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته وسپاره.

په واشنګټن کښې د فارس خلیج د عربو هیوادونو د موسسې لوړرتبه څیړاند «کریسټین اسمت ډیوان» وايي نن سبا د عربو هیوادونو فکر متفاوت دی د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په وخت کښې د فارس خلیج عرب هیوادونه د ایران او د امریکا له نږدې کیدا ویریدل چې ممکنه وه د دوې د انزوا او څنډې ته د کیدا سبب شي خو د ډونالډ ټرامپ په اوسني حکومت کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د تاوتریخوالو په هکله چې ممکنه ده دوې هم تر اغیز لاندې ورولي اندیښمن دي.