د صیهونیسټ رژیم پوځ له یمن د توغندي د توغولو خبرورکړ
(last modified Sat, 26 Apr 2025 07:31:34 GMT )
Apr 26, 2025 12:01 Asia/Kabul
  • د صیهونیسټ رژیم پوځ له  یمن د توغندي د توغولو خبرورکړ

د صیهونیسټ رژیم پوځ نن سهار اعلان وکړ چې له یمن په اشغال شوي سیموباندې یو توغندی توغول شوی دی.

پارس ټوډې د ایرنا په حواله وایی ، د صیهونی  پوځ اعلان وکړ چې د رژیم د هوايي دفاع سیسټمونه د دې ګواښ د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د توغندیو د زیان یا د احتمالي اغیزې ځای په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د ایرنا د راپور له مخې، امریکا د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ او د یمن له خوا د لګول شوي سمندري محاصرې د ماتولو په هڅه کې، په یمني ملکي وګړو بریدونه کوي، چې تر دې دمه یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کړي دي.

سره له دې بریدونو، د یمن وسله وال ځواکونه په غزه کې د مقاومت او فلسطیني خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي، او د ځانګړو عملیاتو په ترسره کولو سره یې د اشغال شویو سیمو زړه،له  صهیونیسټ رژیم سره تړلې کښتۍ، او حتی په سره سمندر او هند سمندر کې امریکایي کښتۍ په نښه کړې دي، او څو پرمختللې امریکایي بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.