په سیمه ئیز پیوستون سره باید د ترهګرۍ جرړې وویستل شي
(last modified Sun, 27 Apr 2025 00:50:27 GMT )
Apr 27, 2025 05:20 Asia/Kabul
  • په سیمه ئیز پیوستون سره باید د ترهګرۍ جرړې وویستل شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې د ترهګرې پیښې په کلک ډول د غندلو او د دغه هیواد له حکومت او ملت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې

له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا او د دغه ګډ ګواښ په مقابل کښې د پیوستون پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه پرون د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره په ټیلي فوني خبرو کښې د برصغیر سیمې د وروستیو بدلونونو او د ایران د اسلامي جمهوریت او د هندوستان د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دغو خبرو کښې د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې په وروستۍ ترهګرې حملې باندې د سختې خواشینۍ په څرګندولو سره چې د هندوستان د اتویشتو بې ګناه ښاریزو د وژل کیدا او د اولسو نورو د ژوبلیدا سره سبب شوه د هندوستان له حکومت او ملت سره د صمیمانه خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه دا ډول غیر انساني او ترهګر اقدامات غندي.

هغه په سیمه کښې د ترهګرو اقداماتو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل دغه ترخې پیښې د سیمې د ټولو هیوادونو مسوولیت دوه برابره کړی او مونږ ژمن کوي چې په یوزړه توب ، پیوستون او نږدې ملګرتیا سره د ترهګرۍ جرړې وچې وکړو او د خپلو ملتونو لپاره پایداره سوله او ارامښت تضمین کړو.

د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي هم په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د ټیلي فوني تماس او د هغه د خواخوږۍ د پیغام د قدورنې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د تاسو د همدلۍ څرګندول د هندوستان د حکومت او د ملت لپاره ډیر ارزښمن او اهمیت لرونکي دي.

د هندوستان لومړي وزیر دغه راز د ایران د هرمزګان ولایت په شهید رجايي بندر کښې په پرونۍ پیښې باندې د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هر ډول مرستې لپاره د خپل هیواد چمتو والی اعلان کړ.