بریتانیا د اوکراین په شخړې کښې مینځګړي نشي کیدلای
(last modified Sat, 03 May 2025 23:20:23 GMT )
May 04, 2025 03:50 Asia/Kabul
  • بریتانیا د اوکراین په شخړې کښې مینځګړي نشي کیدلای

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کرملین ماڼۍ ویاند «دیمیتري پسکوف» وویل بریتانیا چې د اوکرین د جنګ په اړه یې یو اړخیزه دریځ غوره کړی دی نشي کولای شي د دغه شخړې د حل لپاره مینځګړي ووسي.

هغه په کرملین ماڼۍ کښې په یوه خبري کانفرنس کښې ټينګار وکړ  مینځګړی یوازی داسې هیواد کیدلای شي چې د دغه جنګ له لورو سره برابره اړیکه او فاصله ولري او لندن  اصلا دا شان شرایط نلري او هغه مینځګړی نشي کیدلای.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف دغه راز په دوهم نړیوال جنګ کښې د بریالیتوب د اتیایمې کلیزې جشنونونو ته د اوکراین د پوځیانو د بلنې په هکله د انګلستان د چارواکو د فیصلې په اړه وویل دا ډول اقدامات د دوې د نیکونو یاد او خاطرې ته بې احترامۍ ده.

هغه دغه راز د اوکراین لخوا په دوهم نړیوال جنګ کښې د بریالیتوب د اتیایمې کلیزې په مناسبت د ماسکو د اوربند د پلان نه منلو ته په غبرګون کښې وویل دغه موضوع په واضح ډول ښودنه کوي چې نن سبا په اوکرین کښې د ایډیالوژۍ اساس «نئو نازي ایزم» دی.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف د موقته اوربند د ټینګولو لپاره د روسیې نوښت ته د اوکراین غبرګون د پایدارې سولې د چمتوکولو لپاره ازمیښت وباله.

هغه وویل روسیه له اوکراین هیله لري چې د رامینځته شویو تاوتریخوالو د کمولو لپاره مشخص اقدامات ترسره کړي.

د روسیې د ولسمشر دفتر اته ورځې مخکې ویلي وو د بشر دوستانه ملاحظاتو پراساس په دوهم نړیوال جنګ کښې د بریالیتوب د اتیایمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت روسیه اوربند اعلانوي.