اسرائیلو په دولسو جنګي الوتکو سره د سوریې دفاعي مرکزونه تباه کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ ویاند « اوی دورین»وویل دغه رژیم له دولسو جنګي الوتکو په کار اخیستلو سره په ټوله سوریه کښې د دغه هیواد په لسګونو پوځي او بیخ بنایي تاسیساتو بمبارې کړي دي.
یروشلم پوسټ ورځپاڼې هم راپور ورکړی د اسرائیلو د پوځ ویاند اوی دورین زیاته کړه په دغو حملو کښې د سوریې له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو په پلیټ فارمونو او د هوا ضد د یوشمیر توپونو پرضد بریدونه شوي.
هغه وویل د اسرائیلو پوځ به په سیمه کښې د هر ډول ګواښ د له مینځه وړلو لپاره د هوايي فعالیت له ازادۍ د برخوریدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د قدس د نیواکګر رژیم د پوځ د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د سوریې د بشري حقوقو د څارنې په نوم یوه مرکز پرون سهار په یوه راپور کښې وویل د اسرائیلو رژيم د شلو هوايي حملو په ترسره کولو سره د روان میلادي کال له لومړیو څخه تراوسه د سوریې پرضد تر ټولو سختې حملې کړي دي.
صهیونیسټ رژيم د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په کوه قاسیون ، برزه او حرستان سیمه کښې په پوځي اډو او مرکزونو باندې حملې کړي دی.
د سوریې د قنیطره ولایت په شمال او په حماه ولایت کښې د سوریې موقته حکومت ته د اړونده ملیشا ځواکونو د روزنې په مرکزونو باندې هم د اسرائیلو لخوا بریدونه وشول.
د سوریې د بشري حقوقو د څارنې په نوم مرکز وویل د تیر میلادي کال په پاې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا راهسې د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پینځه سوه ځله په سوریې باندې بریدونه کړي دي او د هیواد ټولي پوځي بیخ بنایانې یې په کامل تباه کړي دي.