د حضرت امام رضا (ع) د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
زمونږ خبریال وايي نن د ۲۰۲۵ میلادي کال د می د میاشتې نهمه او د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذیعقدې د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعیانو د اتم امام حضرت ثامن الحج علي بن موسی الرضا علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
حضرت امام رضا علیه السلام د یوسل اته څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یولسمه نیټه په مدینې منورې کښې وزیږید او د خپل ګران پلار حضرت امام موسی کاظم علیه السلام له شهادت وروسته یې په شپږدیرش کلنۍ کښې د مسلمانانو امامت پرغاړه واخیست.
حضرت امام رضا علیه السلام ډیر عظمت او سترتوب درلود.
په هر ځاې چې د هاشمیانو، علویانو او فاطمیانو د سترتوب خبره کیدله حضرت امام رضا علیه السلام د ټولو سپیڅلتیاو ، زړروتیاو او د سترتوب یوازنی وارث پیژندل کیده.
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانومیناوالو ته مبارکي وايي.