رابرت فرانسیس پرووست د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159896-رابرت_فرانسیس_پرووست_د_کاتولیک_کلیسا_نوی_مشر_وټاکل_شو
دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.
(last modified 2025-05-09T08:31:43+00:00 )
May 09, 2025 13:00 Asia/Kabul
  • رابرت فرانسیس پرووست د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو

دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راغلو کاردینالانو د کاتولیک کلیسا لپاره نوی پاپ وټاکه.

دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.

نوی ټاکل شوی پاپ چې ۶۹ کلن امریکایي دی

د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره دا تاریخي غونډه  د مې په ۸مه، د ۱۳۳ کاردینالانو له لوري ترسره شوه، چې د ۷۰ هېوادونو استازیتوب یې کاوه.

هغوی له  لنډو بحثونو وروسته، کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کلیسا نوی مشر وټاکه.

پاپ لېو څوارلسم به اوس په نړۍ کې د مسیحیې مذهبي ټولنې رسمي مشري پر غاړه واخلي.