زلزلې د مکسیکو د ولسمشرې وینا نیمګړې پرېښوده
Jan 03, 2026 06:20 Asia/Kabul
پارسټوډی– د ۶.۵ رېښتر په کچه یوې زلزلې د مکسیکو سوېل لوېدیځ ولړزاوه او د دغه هېواد د ولسمشرې وینا یې نیمګړې پرېښوده.
د اروپا–مدیترانې د زلزلهپېژندنې مرکز (EMSC) اعلان وکړ چې د مکسیکو د سوېل لوېدیځ په «ګوئررو» ایالت کې د ۶.۵ رېښتر په کچه زلزله ثبت شوې ده.
دا زلزله هممهاله د مکسیکو د ولسمشرې «کلودیا شینباوم» د وینا پر مهال رامنځته شوه، چې نوموړې اړ شوه خپله وینا ودروي.
د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د «چیلوپانسینګو» ښار سوېل ختیځ ته په ۴۲ کیلومترۍ کې موقعیت درلود؛ هغه ښار چې شاوخوا ۱۸۷ زره نفوس لري.
تر دې دمه د دې زلزلې له امله د ځاني تلفاتو یا مالي زیانونو کوم راپور نه دی خپور شوی.
ټیګونه