رابرت فرانسیس پرووست د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو
May 09, 2025 13:00 Asia/Kabul
دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راغلو کاردینالانو د کاتولیک کلیسا لپاره نوی پاپ وټاکه.
دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.
نوی ټاکل شوی پاپ چې ۶۹ کلن امریکایي دی
د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره دا تاریخي غونډه د مې په ۸مه، د ۱۳۳ کاردینالانو له لوري ترسره شوه، چې د ۷۰ هېوادونو استازیتوب یې کاوه.
هغوی له لنډو بحثونو وروسته، کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کلیسا نوی مشر وټاکه.
پاپ لېو څوارلسم به اوس په نړۍ کې د مسیحیې مذهبي ټولنې رسمي مشري پر غاړه واخلي.
ټیګونه