عراقچي سعودي عربستان او قطر ته سفر کوي
(last modified Fri, 09 May 2025 08:48:52 GMT )
May 09, 2025 13:18 Asia/Kabul
  • عراقچي سعودي عربستان او قطر ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ سعودي عربستان او قطر ته د بهرنیو چارو وزیر د سفر اعلان وکړ.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله ویلي چې اسماعیل بقایی  له خبریالانو سره په خبرو کې  سعودي عربستان او قطر ته د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سفر د خبر په اعلانولو سره یادونه وکړه: د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي پالیسي دا ده چې له خپلو ګاونډیانو سره په دوامداره توګه اړیکې پیاوړې کړي، او د بهرنیو چارو وزیر به سبا ریاض ته سفر وکړي ترڅو له لوړ پوړو سعودي چارواکو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

د بقایی په وینا، د بهرنیو چارو وزیر به د شنبې په ماښام دوحې ته هم سفر وکړي ترڅو د ایران او عربي نړۍ د خبرو اترو په غونډه کې ګډون وکړي.