اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو کوشش کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر ګورشکو» بریتانیه، فرانسه او جرمني په دوه ګوڼوالي تورن کړل او ویې ویل دوې د اوکراین د جنګ ختمیدل نه غواړي او د اوکراین د جنګ د زیاتولو سیاست تعقیبوي.
هغه د اروپايي هیوادونو د سیاستوالانو د وینا په هکله څه ویل سخت کار وباله ځکه چې هغوې په لږ وخت کښې خپل دریځ زر بدلوي.
دغه ډيپلوماټ وروسته په استانبول کښې د خبرو اترو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وړاندیز په ارتباط په ماسکو باندې د دباو د راوستلو لپاره د فرانسې ، د جرمني او د بریتانیا د هڅو په هکله پوښتنې ته په ځواب کښې وویل ښکاره خبره ده چې دغه درې اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو سیاست ته دوام ورکوي.
د فرانسې ، د انګلستان ، د جرمني او د پولینډ مشرانو چې په تیرې شنبې ورځ یې اوکراین ته سفر کړی و له دوشنبې ورځې څخه د روسیې او د اوکراین ترمینځ د دیرش ورځې اوربند د ټینګیدا غوښتنه کړي وه او ګواښ یې کړی و که چیرې روسیه د اوربند دغه وړاندیز رد کړي نو ماسکو باید د نورو نویو بایکاټونو په تمه ووسي.