د ټرمپ او پوتین ترمنځ دوه ساعته خبرې پای ته ورسېدې
(last modified Tue, 20 May 2025 01:44:56 GMT )
May 20, 2025 06:14 Asia/Kabul
  • د ټرمپ او پوتین ترمنځ دوه ساعته خبرې پای ته ورسېدې

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره د اوکرایین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې رغنده بللې دي.

ټاس خبري اژانس د پوتین له قوله راپور ورکړی چې دغو خبرو اترو دوه ساعته دوام درلود.

پوتین زیاته کړې: «خبرې اترې وشوې او څه باندې دوه ساعته وخت یې ونیو. ډېرې مفصلې او څرګندې وې او په ټوله کې زما له نظره، په دې برخه کې ډېرې ګټورې وې.»

دغه راز ټرمپ هم دا خبرې ښې بللې او زیاته کړې ده چې ژر به روسیه او اوکرایین د سولې خبرې اترې پیل کړي.

دا په روان میلادي کال کې درېیم وار دی چې پوتین او ټرمپ پر ټیلیفون غږېږي.

کرملین دا خبرې مهمې بللې او هغه یې په استانبول کې د شویو مذاکراتو په دوام یادې کړې دي.

ټرمپ په خپلو تېرو دوو ټيلیفوني خبرو کې د اوکرایین او روسیې ترمنځ پر ۳۰ ورځني اوربند ټينګار کړی و.

دا خبرې اترې وروسته له هغې وشوې چې د ټرمپ مرستیال جي‌ډي ونس ویلي و د روسیې او اوکرایین ترمنځ مذاکرات له خنډ سره مخامخ دي.