د اسلامي انقلاب رهبر د غني کولو د حق موضوع څرګنده کړه
(last modified Wed, 21 May 2025 01:58:58 GMT )
May 21, 2025 06:28 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب رهبر د غني کولو د حق موضوع څرګنده کړه

پارس ټوډې  - د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر پرون، د ایران د یورانیوم د غني کولو حق په اړه د امریکايي چارواکو د څرګندونو په ځواب کې د اسلامي انقلاب د رهبر ویناوو ته په اشارې سره وویل: د اسلامي انقلاب رهبر د غني کولو د حق موضوع په بشپړه توګه څرګنده کړه.

سید عباس عراقچي د خدمت شهیدانو د درنښت په مراسمو کې وویل: د انقلاب رهبر د خبرو اترو په اړه وویل، امریکايي لوری چې په دې غیر مستقیمو خبرو کې ګډون کوي، خبرې کوي، باید هڅه وکړي چې بې بنسټه خبرې ونه کړي. دا چې وايي موږ به ایران ته د غني کولو اجازه ورنکړو، دا ډېره غلطه خبره ده، هېڅوک د "دې او هغه" د اجازې انتظار نه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر پرون د امریکا غیرمنطقي او نا معقولو درېځونو په اړه چې په غیر مستقیمو خبرو اترو کې یې له تهران سره لري، وویل: د یورانیومو غني کول اصلاً هغه موضوع نه ده چې د ایران له نظره د خبرو اترو وړ وي او د انقلاب ستر مشر په څرګنده توګه د دې موضوع وضعیت روښانه کړ.

سید عباس عراقچي د امام خمیني (ره) په حسینیه کې د آیت الله سید ابراهیم رئیسی د درنښت په مراسمو کې زیاته وکړه: هغه څه چې اوس یې موږ شاهد یو، د امریکايي چارواکو له لورې په بشپړه توګه غیر معقول او غیرمنطقي درېځونه دي چې په تېرو څو ورځو کې څرګند شوي او دا درېځونه د ایران له سمدستي ځواب سره مخامخ شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ د خپلو اصولو او درېځونو لپاره چې د ایران د خلکو حقونه تامینوي، په خبرو اترو کې ګډون کړی دی او په هېڅ ډول له دې حقونو څخه لاس نه اخلو.