د فرانسې ولسمشر د صهیونیسټي لابۍ تر سخت دباو لاندی دی
(last modified Wed, 28 May 2025 07:52:48 GMT )
May 28, 2025 12:22 Asia/Kabul
  • د فرانسې ولسمشر د صهیونیسټي لابۍ تر سخت دباو لاندی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د صهیونیسټي لابۍ تر دباو لاندې د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پیژندلو لپاره سخته لاره مخ ته لري.

د فرانسې ولسمشر مکرون د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پيژندلو لپاره ګروهنه لري خو کارپيژاندي او ډيپلوماټان وايي دغه اقدام ممکن دی له فلسطین سره د سولې د موافقې په لور د حرکت کولو لپاره د اسرائیلو په رژیم باندې بې اغیزه او بې وخته ووسي.

هغوې وايي د فرانسې د ولسمشر مکرون دغه اقدام نه یوازې په اروپايي اتحادیې کښې د لویدیځ د اختلافاتو د زیاتیدا چې همدا اوس له تفرقې سره مخامخ ده سبب شي بلکې د اسرائیلو رژیم د متحد په توګه به له امریکا سره په اړیکو کښې د اختلاف سبب شي او ضروري ده چې د فلسطین د هیواد په رسمیت پیژندل که چیرې له بیلګه اقدام څخه ورهاخوا وي نو د تجارتي محدودیتونو او د بایکاټ په شان له نورو اقداماتو سره یوځای شي.

رویټرز خبري اژانس وايي د فرانسې چارواکي د ملګروملتونو د کانفرنس په درشل کښې په دغه اقدام باندې د غور کولو په حال کښې دي کوم چې د فرانسې او د عربستان په ګډ کوربه توب سره د روان میلادي کال د جون د میاشتې له اولسمې تر شلمې نیټې پورې ترسره کیږي.

ټاکل شوي ده په دغه کانفرنس کښې د اسرائیلو رژیم د امنیت د تضیمنیدا او د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا د لارې د نقشې پارامیټرونه وټاکل شي.

رویټرز خبري اژانس وايي که چیرې د فرانسې ولسمشر مکرون په خپلې فیصلې کښې پریکنده وي فرانسه چې هلته د مسلمانانو او د یهودیانو زیات نفوس شته لومړنۍ نفوذ لرونکی لویدیځ هیواد به وي چې د فلسطین خپلواکه هیواد په رسمیت پیژندي.

د ناروې خارجه وزیر «اسپین بارټ ایډ»  هم رویټرز خبري اژانس ته وویل که چیرې فرانسه د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پيژندلو په لاره کښې حرکت وکړي نو څو نور اروپايي هیوادونه به دغه کار تعقیب کړي.