ایران له عربستان سره د همکاریو د پراختیا هوډ لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161052-ایران_له_عربستان_سره_د_همکاریو_د_پراختیا_هوډ_لري
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د عربستان له ولیعهد سره په ټلفوني اړیکه کې، هغه ته د لوی اختر د مبارکۍویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو پراختیا، د سیمه ایزې همکارۍ ژورتیا او د اسلامي ملت د یووالي پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2025-06-06T03:07:57+00:00 )
Jun 06, 2025 07:35 Asia/Kabul
  • ایران له عربستان سره د همکاریو د پراختیا هوډ لري

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د عربستان له ولیعهد سره په ټلفوني اړیکه کې، هغه ته د لوی اختر د مبارکۍویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو پراختیا، د سیمه ایزې همکارۍ ژورتیا او د اسلامي ملت د یووالي پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.

مسعود پزشکیان د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټلفوني خبرو کې، د حج د سترې راټولېدنې د ترسره کولو او حاجیانو، په ځانګړي توګه ایراني حاجیانو ته د بیت‌الله‌الحرام مراسمو د ترسره کولو لپاره د شرایطو برابرولو په برخه کې د ریاض له هڅو په صمیمانه توګه مننه وکړه.  

د ایران ولسمشر هیله څرګنده کړه چې دا معنوي اړیکه به، د اسلامي هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې لا زیاته همغږي رامنځته کړي.

محمد بن سلمان هم هیله څرګنده کړه چې دا لوی اختر به د اسلامي ملت لپاره، په ځانګړې توګه د ایران او عربستان د دوو لویو هېوادونو لپاره د نېکمرغۍ، برکت او سوکالۍ سرچینه وي.