د فرانسې هیواد د فلسطین هیواد په رسمیت د پيژندلو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې په الیزه ماڼۍ کښې یوې خبرې سرچینې چې غوښتل نوم یې ایشوا نشي د امریکا سي این این ټیلي ويژن ته وویل
د فلسطین هیواد په رسمیت له پيژندلو زمونږ د شاتګ کولو په هکله ځینې خپاره شوي راپورنه حقیقت نلري او مونږ هماغه راز د فلسطین هیواد په رسمیت د پيژندلو هڅه کوو.
د فرانسې په الیزه ماڼۍ کښې دغه خبرې سرچینې زیاته کړه د فلسطین هیواد په رسمیت د پیژندلو او د فلسطین هیواد د جوړولو لپاره د شرایطو د برابرولو لپاره زمونږ اراده هماغه راز په خپل ځاې شته.
د فرانسې ولسمشر مکرون مخکې ویلي وو د یوه فلسطیني هیواد شتون نه یوازې یوه اخلاقي ژمنه بلکې په اوسنیو شرایطو کښې یو سیاسي ضرورت دی.
هغه ویلي وو چې فرانسه به په لویدیځه غاړه کښې د اسرائیلي ښارګي میشتو پرضد د بایکاټونو په لګولو غور وکړي.