په غزې د اسرائیلو د تیریو دوام به د مقاومت سبب شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161782-په_غزې_د_اسرائیلو_د_تیریو_دوام_به_د_مقاومت_سبب_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «اسامه حمدان» خبرداری ورکړ د اسرائیلو د تیریو دوام به یوازې د فلسطینیانو مقاومت پیاوړی کړي.
(last modified 2025-07-01T04:52:20+00:00 )
Jul 01, 2025 09:07 Asia/Kabul
  • په غزې د اسرائیلو د تیریو دوام به د مقاومت سبب شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «اسامه حمدان» خبرداری ورکړ د اسرائیلو د تیریو دوام به یوازې د فلسطینیانو مقاومت پیاوړی کړي.

هغه وویل له تیرو څلورو اونیو راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لخوا د اوربند د وړاندیز د ردولو د غندلو په هکله د امریکا لخوا هیڅ شفاف او صریح دریځ نه دی اعلان شوی.

د حماس غورځنګ دغه غړي ټینګار وکړ چې په دې موده کښې په فلسطیني سیمو باندې د حملو د بندولو او د اوربند په لړ کښې د صهیونیسټ  نیواکګرانو لخوا هیڅ نوي نښه نه ده لیدل شوي او دغه حالت هماغه راز دوام لري.

د حماس غورځنګ دغه لوړرتبه غړي اسامه حمدان زیاته کړه حماس په ککله داسې موافقې ته د رسیدا هڅه کوي چې د فلسطین د خلکو پرضد د جنګ د بندیانو او د تیریو د پاې ته د رسیدا سبب شي.

هغه وویل حماس غورځنګ یوې هراړخیزه موافقې ته د رسیدا لپاره یو جامع پلان وړاندی کړی دی.