بقایی: حقیقت په بندیزسره نشي ځپل کېدای
(last modified Fri, 11 Jul 2025 10:15:06 GMT )
Jul 11, 2025 14:45 Asia/Kabul
  • بقایی: حقیقت  په  بندیزسره نشي ځپل کېدای

بقايي دې ته په اشارې سره چې نتانیاهو، چې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا مطلوب جنګي جنایتکار دی، په واشنګټن کې هرکلی کیږي، وویل: "تاسو بربنډ او بشپړ منافقت ښکاره کوئ، او نړۍ لګیا ده تماشه کوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي  د امریکا لخوا په فلسطین کې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي فرانچیسکا البانیز په ضد د بندیز په غبرګون  کې، د هغې د ملاتړد  اعلانولو په ترڅ  کې ټینګار وکړ: البانیز په اشغال شوي فلسطین کې د حق ویلو او د نسل وژنې، اشغال او اپارتاید پر وړاندې د ودریدو له امله بندیز او ځورول کیږي، خو  حقیقت د بندیز له لارې نشي ځپل کېدای.
بقايي دې ته په اشارې سره چې نتانیاهو، چې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا مطلوب جنګي جنایتکار دی، په واشنګټن کې هرکلی کیږي، وویل: "تاسو بربنډ او بشپړ منافقت ښکاره کوئ، او نړۍ لګیا ده تماشه  کوی . 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی البانیز به د غزې په ضد د اسراییلو د جګړې په اړه د خپلو تحقیقاتو په دلیل بایکاټ  شي.