د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا ادعا انحرافي وبلله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په جنوب لویدیځې اسیا کښې په یوه نامعلوم ځاې کښې کابو اتلس کاله مخکې د «رابرټ لوینسون»
په نوم د امریکا د یوه ښاریز په بې درکه کیدا کښې د ایران د څو ښاریزو د لاس لرلو ادعا چې امریکا هغه بیا مطرح کړي ده د نا توجیه وړ، په نورو هیوادونو باندې د خپل مسوولیت وراچول او انحرافي کار بللی.
اسماعیل بقايي پرون وویل په تیرو اتلسو کلونو کښې د دغه دوسیې په هکله د ایران پرضد د ادعاګانو له تکراریدا سره سره د امریکا چارواکو تل د ایران سرحدونو ته د دغه ښاریز د ورتلو یا په ایران کښې هغه ته د کومې پیښې د ورپیښیدا په هکله د هر ډول معتبر مدرک او سند له وړاندې کولو ډډه کړي ده او یوازې یې پخواني تورونه تکرار کړي دي.
هغه د ایران په ښاریزو باندې د تور لګول دغه دوسیې ته د اړونده واقعیتونو په هکله د امریکا عمومي افکارو ته له ځواب ورکولو د تښتې لپاره د امریکا لخوا یو اقدام وباله او په دغه موضوع کښې د ایران د هر ډول لاس په ردولو سره په دې پلمه د ایران په ښاریزو باندې بایکاټ لګول او ګواښ یو خپل سره ، غیر قانوني او د نا توجیه وړ اقدام وباله کوم چې د نړیوالو حقوقو له اصولو او په تیره بیا د بشري حقوقو له اصولو سره په تضاد کښې دی او د امریکا حکومت باید د دغه قانون ماتونکي کړچار په خاطر ځواب ورکړي.