صهیونیسټ رژيم په لبنان باندې نوي هوايي بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان سرچینو په جنوب او د بقاع په ختیځو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د نویو هوايي حملو خبر ورکړ.
د المیادین ټیلي ويژ خبریال هم په لبنان د صهیونیسټ رژيم د حملو خبر ورکړی.
د المیادین ټیلي ويژن خبریال وویل د اسرائیلو جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کښې په «المحمودیه» او «الجرمق» سیمو باندې حملې کړي دي.
د اسرائیلو رژیم جنګي الوتکو د بقا سیمې په ختیځ سیمو کښې په «بریتال» لوړو باندې هم بریدونه کړي.
د لبنان په بقاع سیمه کښې د بریتال ښارګي په لوړو سیمو باندې حملې په څو نوبتونو کښې ترسره شوې.
د لبنان النشره رسنۍ هم ویلي د اسرائیلو جنګي الوتکو په دوو توغندیو سره د بریتال ښارګي په لوړو سیمو حملې وکړې.
صهیونیسټ رژیم د تیر میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه په لبنان باندې خپل تیري پیل کړل او دوه میاشتې وروسته یې د امریکا په مینځګړیتوب سره د لیندۍ د میاشتې په اومه نیټه د اوربند موافقه لاسلیک کړه خو د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د موافقې له لسګونو ځله خلاف ورزیو سره سره د امریکا د حکومت لخوا تراوسه هیڅ اغیز شیندونکي غبرګون نه دی لیدل شوی.