اسلامي هیوادونه په فعالې ډیپلوماسۍ سره د غزې د جنایتونو مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163196
ایران خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د مالیزیا له لومړي وزیر انور ابراهیم سره په ټيلي فوني تماس کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژيم د غمیزو د مخنیوي لپاره د اسلامي هیوادونو د ډله ئیزې هڅې پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل
(last modified 2025-08-06T12:43:47+00:00 )
Aug 06, 2025 13:39 Asia/Kabul
  • اسلامي هیوادونه په فعالې ډیپلوماسۍ سره د غزې د جنایتونو مخه ونیسي

ایران خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د مالیزیا له لومړي وزیر انور ابراهیم سره په ټيلي فوني تماس کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژيم د غمیزو د مخنیوي لپاره د اسلامي هیوادونو د ډله ئیزې هڅې پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل

هغه غمیزې چې صهیونیسټ رژیم یې په غزې تړانګه کښې ترسره کوي د هیڅ پتیالي انسان لپاره د منلو وړ نه دي  او زه هیله لرم چې اسلامي هیوادونه په فعالې ډيپلوماسۍ او ډیپلوماټیکو دباونو سره د دغو  جنایتونو خنډ شي او په کوټلتیا ، وحدت او مسولانه ډول له هغو سره مقابله وکړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د مظلوم ملت دفاع کړي ده او نور اسلامي هیوادونه هم باید د فلسطین له مظلومو خلکو او غزې د ملاتړ لپاره لا فعاله او قوي دریځ غوره کړي او هغه  په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو سره د مبارزې په زمینه کښې ډله ئیزه هڅه ډیره ګټوره وبلله.

د ایران ولسمشر پزشکیان د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم دولس ورځني تپلي جنګ ته په اشارې سره وویل زمونږ ګناه دا ده چې د فلسطین د مظلومو خلکو او د هغوې د انساني حقوقو دفاع کوو او له هغه ظلم او ستم څخه چې په فلسطینیانو کیږي نفرت لرو او د نړۍ مستکبران دغه کار ګناه ګڼي او په همدې وجه په ایران باندې دباو راولي.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په غزې کښې د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې وویل زمونږ حکومت تل د اسرائیلو د جنایتونو پرضد سخته بیانیه خپره کړي ده او په غزې کښې د نسل کشۍ د بندولو لپاره پراخه ډيپلوماتیکې هڅې تعقیبوي او زیاته یې کړه هیله من یم چې د نورو اسلامي هیوادونو په ملګرتیا او مرستې سره وکولای شو د دغو جنایتونو مخه ونیسو.