نتانیاهو باید د اسرائیلو د اکثرو خلکو غوښتنه اجرا کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163726-نتانیاهو_باید_د_اسرائیلو_د_اکثرو_خلکو_غوښتنه_اجرا_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د بندیانو د کورنیو کمیټۍ په یوې بیانیې کښې په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو غږ وکړ چې د اسرائیلو د اکثرو خلکو غوښتنه اجرا کړي او بندیان بیرته راوګرځوي.
(last modified 2025-08-24T23:09:04+00:00 )
Aug 25, 2025 01:52 Asia/Kabul
  • نتانیاهو باید د اسرائیلو د اکثرو خلکو غوښتنه اجرا کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د بندیانو د کورنیو کمیټۍ په یوې بیانیې کښې په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو غږ وکړ چې د اسرائیلو د اکثرو خلکو غوښتنه اجرا کړي او بندیان بیرته راوګرځوي.

د صهیونیسټ بندیانو د کورنیو کمیټۍ په دغه خبر پاڼه کښې ټینګار وکړ چې همدا  اوس د بندیانو د راستنولو لپاره موافقه په میز پرته ده او باید هغه ومني او پوځ د دغه موافقې د منلو لپاره شرایط چمتو کړي دي.

دغو کورنیو زیاته کړه د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز «ایال زامیر» زمونږ په غوښتنې چې د جنګ د ختمولو او له غزې تړانګې د پنځوسو بندیانو د بیرته ستنولو لپاره جامع موافقه ده ټینګار لري او د اسرائیلو د بندیانو د بیرته ستنیدا او د ډیرو پوځیانو د وژل کیدا د مخنیوي کوشش  کوي.

د صهیونیسټ بندیانو د کورنیو کمیټۍ ډاګینه کړه اوس وخت رارسیدلی دی چې لومړی وزیر نتانیاهو د اسرائیلو د اکثرو خلکو غوښتنه اجرا کړي او هغه حق نلري  چې دغه جنګ ته تر ابده پوره دوام ورکړي او باید د اسرائیلو بندیان ، پوځیان او ټول اسرائیلیان قرباني نکړي.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز ایال زامیر مخکې لومړي وزیر نتانیاهو ته په یوه لیک کښې د صهیونیسټ بندیانو د ژوند لپاره په غزې کښې د پوځي عملیاتو د پراخولو د خطر په هکله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د غزې ښار نیول د اسرائیلي بندیانو له وژل کیدا سره برابر دي.