په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د اروپا اقدام ته غبرګون وښود
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د اټومي تړون د دریو اروپايي غړیو هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او د جرمني د ایران ضد اقدام ته په غبرګون کښې وویل د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه په یوې برخلیک ټاکونکي شیبې کښې ورغلي دي.
د ایران نمایندګۍ د اټومي تړون د دریو اروپايي غړیو هیوادونو د ایران ضد اقدام او د اسنیپ بیک د مکانیزم د فعالولو اعلامیې ته په غبرګون کښې وویل د امنیت شورا غړي په یوې برخلیک ټاکونکي شیبې کښې دي یا د ډيپلوماسۍ او د فني تمدید لپاره د روسیې او د چین د پریکړه لیک د مسودې ملاتړ وکړي یا د اسنیپ بیک د مکانیزم په فعالولو سره جدي پایلې رامینځته کړي.
په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ زیاته کړه دغه مسودې ته د دریو اروپايي هیوادونو غبرګون به په نهایت کښې وښيي چې ایا دوې واقعا ډیپلوماسۍ ته ژمن دي یا کړکیچ نور پسې زیاتوي.