د نیپال د وزیرانو د تښتیدا ویډیو خپره شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164418-د_نیپال_د_وزیرانو_د_تښتیدا_ویډیو_خپره_شوي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی په نیپال کښې په سوشل میډیا یعني ټولنیزو رسنیو باندې له بندیز لګولو وروسته پیل شوی احتجاج په تاوتریخجنو بلواو بدل شوی و او وړمه ورځ زرګونو مظاهره چیانو په پلازمینې کهټمنډو کښې د پارلمان ودانۍ او د څو وزیرانو کورونو ته اورونه واچول.
(last modified 2025-09-10T22:45:38+00:00 )
Sep 11, 2025 03:12 Asia/Kabul
  • د نیپال د وزیرانو د تښتیدا ویډیو خپره شوي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی په نیپال کښې په سوشل میډیا یعني ټولنیزو رسنیو باندې له بندیز لګولو وروسته پیل شوی احتجاج په تاوتریخجنو بلواو بدل شوی و او وړمه ورځ زرګونو مظاهره چیانو په پلازمینې کهټمنډو کښې د پارلمان ودانۍ او د څو وزیرانو کورونو ته اورونه واچول.

د نیپال لومړي وزیر «کی پي شرما اولې» د خلکو د اعتراضونو له کبله استعفا ورکړه او له هیواد څخه وتښتید او اوس په هیواد کښې د امنیت د ټینګولو لپاره په سړکونو کښې پوځیان دیره دي.

اوس په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو باندې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي دي چې د هیواد وزیران له خپلو کورنیو سره یوځاې په پوځي هیلي کوپټرونو کښې د تښتیدا په حال کښې دي.