امریکا په غیر اخلاقي ډول وینزویلا ته پوځي ګواښونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165120-امریکا_په_غیر_اخلاقي_ډول_وینزویلا_ته_پوځي_ګواښونه_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د وینزویلا خارجه وزیر یوان ایډورډو ګل پنټو(Yván Eduardo Gil Pinto) وویل چې امریکا مونږ ته پوځي ګواښونه کوي.
(last modified 2025-09-27T07:17:12+00:00 )
Sep 27, 2025 11:44 Asia/Kabul
  • امریکا په غیر اخلاقي ډول وینزویلا ته پوځي ګواښونه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د وینزویلا خارجه وزیر یوان ایډورډو ګل پنټو(Yván Eduardo Gil Pinto) وویل چې امریکا مونږ ته پوځي ګواښونه کوي.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر یوان ایډورډو  ګل پنټو(Yván Eduardo Gil Pinto) د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په وینا کښې وویل چې امریکا مونږ په غیر قانوني ډول په خطر کښې اچوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا په لاتیني امریکا باندې د حملو کولو لپاره چمتووالی نیسي.

له وینزویلا سره له شخړې وروسته امریکا په خپل پوځي قدرت کښې زیاتوالی راوستی دی.

د وینزویلا خارجه وزیر  زیاته کړه زه د هغو هیوادونو منندوی یم کوم چې په کارائب او لاتیني امریکا هیوادونو باندې د امریکا له حملو سره مخالفت کوي.

هغه وویل امریکا ځکه مونږ ته ګواښونه کوي چې غواړي مونږ خارجي قدرتونو ته د  وینزویلا د تیلو او د ګازو د چورتالان کولو اجازه ورکړو.