ناټو تړون د روسیې په جنګي الوتکو باندې حملې کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا، د فرانسې او د جرمني سفیرانو د روسیې له چارواکو سره په پټه کتنه کښې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د هوايي حریم د خلاف ورزۍ په بڼه کښې د روسیې په جنګي الوتکو باندې د حملې په هکله خبرداری ورکړ.
بلومبرګ خبري اژانس په یوه راپور کښې وویل د اروپا لوړرتبه ډيپلوماټانو په ماسکو کښې د روسیې له چارواکو سره په پټه کتنه کښې خبرداری ورکړ چې ناټو تړون به د خپل هوايي حریم د هر ډول ډيرې خلاف ورزۍ په وړاندې سخت غبرګون وښي او مکمنه ده چې د روسیې په جنګي الوتکو باندې حمله وکړي.
د انګلستان ، د فرانسې او د جرمني سفیرانو په ماسکو کښې د روسیې له چارواکو سره په دغه پټه غونډه کښې تیره اونۍ د اسټونیا هیواد هوايي حریم ته د روسیې د دریو میګ یودیرش جنګي الوتکو د ورننوتلو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه.
بلومبرګ خبري اژانس د ماسکو په غونډه کښې د موجودو اروپايي چارواکو په قول وویل له خبرو وروسته دغه نتیجه ترلاسه شوه چې د روسیې جنګي الوتکو په قصدي ډول دغه الوتونه کړي وو او د پوځي قومندانانو په حکم ترسره شوي وو.