د غزې د سولې موافقه په اخري مرحلې کښې ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه چې د غزې د جنګ د بندولو لپاره خبرې په نهايي پړاو کښې دي او دغه موافقه کولای شي په مینځني ختیځ کښې د پراخې سولې لپاره لاره خلاصه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ پرون له «اکسیوس» پاڼې سره په مرکه کښې وویل:ټول لوري موافقې ته د رسیدا لپاره د یوه بل په څنګ کښې راغلي دي او باید کار پاې ته ورسوو او عربو هیوادونو ځانګړي ملګرتیا وکړه.
هغه ادعا وکړه چې حماس غورځنګ له عربو هیوادونو سره یوځای دی او عربي نړۍ سوله غواړي او اسرائیل د سولې غوښتونکی دی او نتانیاهو هم د سولې غوښتونکی دی.
د دغه راپور پراساس د امریکا د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف او د ولسمشر ټرامپ زوم جیراډ کوشنر پرون په نیویارک کښې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره کتنه وکړه چې خپل پاتې اختلافات کم کړي او ټاکل شوي ده چې د امریکا ولسمشر ټرامپ نن په سپینه ماڼۍ کښې د اسرائیلو له لومړي وزیر نتانیاهو سره کتنه وکړي.
ټرامپ ویلي دي چې د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو زما له پلان سره ملګری دی خو اسرائیلو تراوسه په رسمي ډول خپل نظر نه دی بیان کړی.
د امریکا او د اسرائیلو ترمینځ دوه اصلي اختلافات د حماس غورځنګ د بې وسلې کولو او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د رول د څرنګوالي په هکله دي.