جاپان: له ایران سره موافقې ته نه رسېدل د افسوس وړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165204-جاپان_له_ایران_سره_موافقې_ته_نه_رسېدل_د_افسوس_وړ_دي
پارس ټوډې - د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دوامدارو ډیپلوماتیکو هڅو او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د لوړې کچې خبرو اترو باوجود، تر اوسه اړوندې خواوې موافقې ته نه دي رسېدلي او دا موضوع «د افسوس» وړ ده.
(last modified 2025-09-29T07:51:05+00:00 )
Sep 29, 2025 12:19 Asia/Kabul
  • جاپان: له ایران سره موافقې ته نه رسېدل د افسوس وړ دي

پارس ټوډې - د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دوامدارو ډیپلوماتیکو هڅو او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د لوړې کچې خبرو اترو باوجود، تر اوسه اړوندې خواوې موافقې ته نه دي رسېدلي او دا موضوع «د افسوس» وړ ده.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د دې ادارې په رسمي ویب‌پاڼه خپره شوې، یو ځل بیا د ایران د سوله‌ییزې اټومي موضوع، د خبرو اترو او اړوندو هېوادونو سره د نږدې همکارۍ له لارې د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ: جاپان تل په دې ثابت دریځ ولاړ دی چې هېڅکله باید ایران ته د اټومي وسلو د پراختیا اجازه ورنه کړل شي.

په دې اعلامیه کې راغلي: د افسوس خبره ده چې د جاپان د دوامدارو ډیپلوماتیکو هڅو، په شمول له ایران سره د لوړې کچې خبرو اترو لکه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ کتنې، باوجود، تر اوسه اړوندې خواوې موافقې ته نه دي رسېدلي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تاکه‌شي ایوایا هم د ایران د سوله‌ییزې اټومي موضوع د حساسیت په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: دا دوسیه په یوه حساس پړاو کې ده او د جاپان دریځ چې دا موضوع باید د خبرو اترو له لارې حل شي، نه دی بدل شوی. دا ډول مذاکراتو ته ورکړل شوی فرصت باید له منځه ولاړ نه شي.

د جاپان بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د ژر تر ژره بیا پیلولو غوښتنه وکړه.