په منځني ختیځ کښې د سولې لپاره نوي پلان ته رسیدلي یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په واشنګټن کښې د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره له کتنې وروسته په یوه خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه چې په منځني ختیځ کښې د سولې لپاره یوه نوي پلان ته رسیدلي یوو.
هغه وویل مونږ د یوه زړې مشکل حل کولو ته ډیر نږدې شوي یوو او نه یوازې په غزې کښې د جنګ د بندولو بلکې په کلي توګه په منځني ختیځ کښې د سولې په اړه مو خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ټرامپ دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژيم له لومړي وزیر نتانیاهو سره مو په کتنه کښې په غزې کښې د جنګ د ختمولو د څرنګوالي او دغه راز په منځني ختیځ کښې د همیشه لپاره د سولې د ټینګیدا په اړه خبرې او د نظر تبادله کړي ده وویل زه به زر په منځني ختیځ کښې د سولې د تحقق لپاره خپل د نظر وړ اصول اعلان کړم.
هغه د منځني ختیځ له پلان سره د موافقت په خاطر د نتانیاهو په منننې سره جوته کړه زه په منځني ختیځ کښې د سولې د ټینګیدا لپاره د دغه پلان له اصولو او اساس سره د ملګرتیا کولو لپاره د عربي او د اسلامي هیوادونو د مشرانو او په اروپا کښې د امریکا د متحدانو مننه کوم.
ټرامپ په دې خبرې سره چې د سیمې مشران د سولې د دغه پلان په هکله حیرانه شوي دي او ورسره کامله ملګرتیا کوي وویل د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د پوځ مشر عاصم منیر زما له پلان سره موافق دي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ په دوام کښې ادعا وکړه د دغه پلان پراساس د اسرائیلو رژیم بندیان به په دوه اویا ساعتونو کښې خوشي شي زیاته کړه د دې معنا دا ده چې د اسرائیلو ځوانان زر خپلو کورونو ته ورستنیږي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه راز ادعا وکړه چې زما د سولې په پلان کښې په سمدستي ډول د حماس غورځنګ بې وسلې کول او د هغه د پوځي بیخ بنایانو له مینځه وړل شامل دي.