د اسرائیلو نیواکګر رژيم د سوریې په القنیطره سیمې بیا تیری وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165490-د_اسرائیلو_نیواکګر_رژيم_د_سوریې_په_القنیطره_سیمې_بیا_تیری_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم ځواکونه د سوریې په خاوره باندې د تیریو په دوام کښې په جنوب کښې د قنیطره ولایت ځینو سیمو ته ورننوتلي دي.
(last modified 2025-10-05T06:54:19+00:00 )
Oct 05, 2025 11:21 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو نیواکګر رژيم د سوریې په القنیطره سیمې بیا تیری وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم ځواکونه د سوریې په خاوره باندې د تیریو په دوام کښې په جنوب کښې د قنیطره ولایت ځینو سیمو ته ورننوتلي دي.

د سوریې ځايي سرچینو راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم د پوځ یوه ګزمه چې څلور زغرګاډي پکښې شامل وو د قنیطره  په جنوب کښې «سویسه» کلي ته ورننوتلي ده.

د صهیونیسټ رژیم پوځ د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته  له تیرو څو میاشتو او اورنیو راهسې د سوریې په بیلابیلو سیمو او په تیره بیا دمشق او شاوخوا کښې په ډیرو سیمو باندې حملې او بمباریانې کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم پوځیان له دغو هوايي حملو سره په یووخت د سوریې له بدلونونو په ناوړه استفادې سره په ځمکني ډول د سوریې په جنوب کښې یوشمیر سیمو په تیره بیا «القنیطره»  سیمې ته ورننوتلي دي.