د امریکا خبریالان له دفاع وزارت پینټاګان څخه ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166024-د_امریکا_خبریالان_له_دفاع_وزارت_پینټاګان_څخه_ووتل
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په لسګونو خبریالان چې د دفاع وزیر «پیټ هیګسیت» له سیاست سره اختلاف لري له دفاع وزارت پیڼټاګان څخه لاړل.
(last modified 2025-10-17T01:43:50+00:00 )
Oct 17, 2025 06:09 Asia/Kabul
  • د امریکا خبریالان له دفاع وزارت پینټاګان څخه ووتل

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په لسګونو خبریالان چې د دفاع وزیر «پیټ هیګسیت» له سیاست سره اختلاف لري له دفاع وزارت پیڼټاګان څخه لاړل.

د امریکا په لسګونو خبریالانو د دفاع وزیر پیټ هیګست لخوا د رسنیو په هکله په نوي پالیسۍ باندې له عمل کولو څخه په انکار کولو سره په دفاع وزارت پینټاګان کښې خپل دفترونه خالي کړل.

د دغو دفترونو د خالي کولو دلیل د امریکا د دفاع وزیر لخوا د رسنیو په هکله نوي پالیسۍ ده چې پراساس یې رسنۍ د حساسو موادونو د نه خپرولو د ژمن لیک ورکولو ته پاې بنده کړې شوي وې.

د دغه پالیسۍ پراساس دفاع وزارت پینټاګان هر خبریال د خپلو کارونو له ترسره کولو څخه هم منع کولای شي.

د امریکا یوه خبریال چې ډیره موده یې له دفاع وزارت پینټاګان څخه راپورونه ورکول وویل که چیرې مونږ له واکمنانو څخه سختې پوښتنې نشو کولای یا معلومات نشو ترلاسه کولای نو بیا مونږ خبریالان نه بلکې سټینوګران یوو.

د امریکا دیرشو سترو رسندویو د دفاع وزارت په نوي پالیسۍ باندې له دستخط کولو انکار وکړ او هغه یې د نرم سانسور یو ډول بللی دی.

بلې خوا د امریکا دفاع وزارت د خپلې فیصلې دفاع کوي او چارواکي وايي چې د نوي پالیسۍ هدف د حساسو موادو د ایشوا کیدا مخه نیول دي خو د ازادو رسنیو ملاتړي هغه د یوې سرې کرښې په توګه ګڼي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټۍ وویل په ازادۍ سره د معلوماتو راغونډول او بیا خپرول ائیني ضمانت دی.