امریکا پر ونزوئلا باندې د پوځي برید پلان څېړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166344-امریکا_پر_ونزوئلا_باندې_د_پوځي_برید_پلان_څېړي
پارس ټوډې - سي‌ان‌ان شبکې د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر پر ونزوئلا باندې د پوځي برید لپاره پلانونه څېړي.
(last modified 2025-10-25T08:23:17+00:00 )
Oct 25, 2025 12:52 Asia/Kabul
  • امریکا پر ونزوئلا باندې د پوځي برید پلان څېړي

پارس ټوډې - سي‌ان‌ان شبکې د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر پر ونزوئلا باندې د پوځي برید لپاره پلانونه څېړي.

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، درېیو باخبره امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» پر ونزوئلا د پوځي برید لپاره پوځي پلانونه ارزوي.

له دې سره هم مهال کې، د امریکا د جګړې وزیر«پیت هګزث»، د الوتکې وړونکې کښتۍ د لېږلو او په کارابین سمندرګي کې د نشه يي توکو قاچاق ډلې "ټرن د آراګوا" پر ضد لومړني شپني برید د ترسره کولو خبر ورکړ. په دې عملیاتو کې شپږ کسان ووژل شول.

امریکایي چارواکي ادعا کوي چې د دې پلانونو موخه امریکا ته د نشه يي توکو ټرانزیټ مخنیوی دی، خو شنونکي دا د نیکولاس مادورو پر حکومت د فشار زیاتولو او د حکومت بدلون لپاره د زمینې برابرولو هڅه ګڼي.