په غزې تړانګه کښې د دوو نورو اسرائیلیانو مړي وموندل شول
Oct 29, 2025 11:43 Asia/Kabul
		ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې «القسام» غونډ وویل د دغه غونډ ځواکونو د لټون په عملیاتو کښې د دوو نورو اسرائیلیانو مړي موندلي دي.
دغه دوه مړي د «امیرام کوبر» او د «ساهر باروخ» دي کوم چې پرون د لټون په عملیاتو کښې پیدا شوي دي.
مخکې هم حماس غورځنګ ویلي وو چې د اسرائیلو د یوه بل بندي مړی یې پیدا کړی دی خو د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ په دلیل یې د دغه مړي ورسپارل ځنډولي دي.
دغه راز د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکو په غزې ښار کښې د «الشفا» درملنې مرکز په ګیرچاپیر سیمو باندې بریدونه وکړل.
د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن ویلي لومړي وزیر نتانیاهو امریکا ته اطلاع ورکړي ده چې په غزې باندې به بمباریانې وکړي.
ټیګونه