د بي سرحده ډاکټرانو موسسې په فاشر کښې ډله ئیزه وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166608-د_بي_سرحده_ډاکټرانو_موسسې_په_فاشر_کښې_ډله_ئیزه_وژله_وغندله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بې سرحده ډاکټرانو موسسې په یوې خبر پاڼه کښې د سوډان په «فاشر» ښار کښې د توکمیزو معیارونو پراساس بې هدفه وژلې او بوږنونکي ډله ئیز جنایتونه په کلکه وغندل.
(last modified 2025-11-01T06:49:52+00:00 )
Nov 01, 2025 10:41 Asia/Kabul
  • د بي سرحده ډاکټرانو موسسې په فاشر کښې ډله ئیزه وژله وغندله

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بې سرحده ډاکټرانو موسسې په یوې خبر پاڼه کښې د سوډان په «فاشر» ښار کښې د توکمیزو معیارونو پراساس بې هدفه وژلې او بوږنونکي ډله ئیز جنایتونه په کلکه وغندل.

دغه موسسې دغه راز  د چټک ملاتړ له ځواکونو او د دوې له هم تړونه وسله والو ډلو وغوښتل چې په ملکي وګړو باندې حملې پاې ته ورسوي او اجازه دې ورکړي چې هغوې امن سیمو ته پناه یوسي.

له بلې خوا د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ مشر وویل په سوډان کښې ملکي وګړي له وحشیانه بریدونو، پراخه جنسي تاوتریخوالي او د مهمو خدماتو له نابودۍ سره مخامخ دي.

هغه وویل هغه تاسیسات چې یوه ورځ د انسانانو د ژوند د بچولو لپاره جوړ شوي وو همدا اوس د مرګ او د ویرانې په ډګرونو بدل شوي دي.

دغه خبرداری په داسې حال کښې مطرح کیږي چې مرستندویه موسسې په سوډان کښې د انساني حالاتو د خرابیدا او په جنګي سیمو کښې د  قربانیانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکوي.