په ترکیې کښې نن د فلسطین د غزې په هکله غونډه کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې په استنبول ښار کښې نن د فلسطین د غزې تړانګې په باره کښې یوه غونډه جوړیږي چې کوربه توب یې د دغه هیواد خارجه وزیر هاکان فیدان کوي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر اسحاق ډار به په دغه غونډه کښې د خپل هیواد استازي توب وکړي.
په دغه غونډه کښې د اتو عربو او اسلامي هیوادونو خارجه وزیران ګډون کوي چې پکښې د ترکیې او پاکستان په شمول د سعودي عربستان، د قطر، د مصر ، د اردن، انډونیزیا او د متحده عربي اماراتو خارجه وزیران شامل دي.
د ترکیې په غونډه کښې به په غزې کښې د جنګ د بندیدا په هکله د اوسني پرمختګ او د انساني حالت په هکله غور وشي.
د ویلو ده چې د اسرائیلو جنایتکار او ظالم رژیم چې تراوسه یې د فلسطین کابو اویا زره بې ګناه خلک شهیدان کړي دي هماغه راز د فلسطین د خلکو وژلې ته دوام ورکړی دی او هره ورځ د اوربند خلاف ورزیانې کوي.