په سیمه کښې زرنور پوځي عملیات ترسره کیدونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166692-په_سیمه_کښې_زرنور_پوځي_عملیات_ترسره_کیدونکي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق دفاع وزیر «ثابت العباسي» د امریکا له جنګ وزیر پیټ هګسیت(Pete Hegseth) سره د خپلو ټيلي فوني خبرو په اړه وویل پیټ هګست ما ته اطلاع راکړي ده چې په سیمه کښې زر پوځي عملیات ترسره کیدونکي دي او دا د عراق خلکو ته زما اخري خبرداری دی چې د عراق وسله والې ډلې باید دغو پوځي عملیاتو ته هیڅ غبرګون ونه ښيي.
(last modified 2025-11-03T02:43:35+00:00 )
Nov 03, 2025 05:14 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې زرنور  پوځي عملیات ترسره کیدونکي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق دفاع وزیر «ثابت العباسي» د امریکا له جنګ وزیر پیټ هګسیت(Pete Hegseth) سره د خپلو ټيلي فوني خبرو په اړه وویل پیټ هګست ما ته اطلاع راکړي ده چې په سیمه کښې زر پوځي عملیات ترسره کیدونکي دي او دا د عراق خلکو ته زما اخري خبرداری دی چې د عراق وسله والې ډلې باید دغو پوځي عملیاتو ته هیڅ غبرګون ونه ښيي.

د عراق دفاع وزیر ثابت العباسي د امریکا له جنګ وزیر پیټ هګست سره د خپلو ټيلي فوني خبرو جزیات ایشوا کړل.

د عراق دفاع وزیر العباسي وویل مونږ د امریکا له جنګ وزیر پیټ هګسټ سره لنډې ټیلي فوني خبرې وکړې او هغه ماته  وویل چې په سیمه کښې زر پوځي عملیات کیدونکي دي او دا تاسو ته زما اخري خبرداری دی چې د عراق وسله والې ډلې باید هیڅ غبرګون ونه ښيي.

د عراق دفاع وزیر العباسي زیاته کړه په دغو یولس دقیقو ټیلي فوني خبرو کښې د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ټینګار کړی دی واشنګټن نیت لري د سیمې په یوه هیواد باندې وارمخکې ګوزار وکړي او خبرداری یې ورکړ که چیرې عراق ته د اړونده وسله والو ډلو لخوا کوم غبرګون یا هرډول لاسوهنه وشوه نو امریکا به سخت غبرګون ورته وښيي.

د عراق دفاع وزیر العباسي وویل بغداد په میداني بدلونونو باندې د غور کولو په حال کښې دی او د امریکا او د سیمې له هیوادونو سره په پرله پسې تماس کښې دی چې د عراق خاورې ته د جنګونو د پراخیدا مخه ونیسي.

هغه وویل مونږ ټینګار کړی دی چې عراق باید د نورو د جنګ په میدان بدل نشي او د عراق حکومت ټولو ډلو ته خبرداری ورکړی چې له هر ډول خپل سره غبرګون یا لسمونکي اقدام څخه ډډه وکړي.

د عراق دفاع وزیر ثابت العباسي دغه راز وویل چې بغداد ژمنه کړي ده چې په خپله خاوره کښې د نړیوال ائتلاف د اډو امنیت وساتي خو په عین حال کښې یې له امریکا غوښتي دي د هر ډول پوځي عملیاتو په اجرا کولو کښې د عراق د واکمنۍ احترام وکړي او عراق له جنګ سره ښکیل نکړي