ظهران ممداني د نیویارک ښاروال شو
Nov 05, 2025 12:00 Asia/Kabul
پارس ټوډې - "ظهران ممداني"، چې یو ۳۴ کلن مسلمان سیاستوال او د ډیموکراتیک سوسیالیست نوماند دی، د نیویارک ښار د ښاروالۍ ټاکنې د ۵۰ سلنې څخه زیاتو رایو سره وګټلې.
د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې، ظهران ممداني، چې یو ۳۴ کلن ډیموکرات سیاستوال دی،له ۵۰ سلنې زیاتو رایو سره وګټلې او د نیویارک ښاروال شو، چې د امریکا ترټولو نفوس لرونکی ښار او د هیواد مالي زړه دی. د هغه اصلي سیال انډریو کومو، شاوخوا ۴۳ سلنه رایې ترلاسه کړې .
ټیګونه