په عراق کښې نن د پارلماني انتخاباتو شپږم پړاو پیل شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په عراق کښې د پارلمان د انتخاباتو شپږم پړاو نن سهار په ټول هیواد کښې پیل شو او کاندیدان به د درې سوه نهویشتو څوکیو د ګټلو لپاره له یوبل سره سیالۍ وکړي.
د عراق د انتخاباتو د خپلواکه لوړ کمیسیون ویاند مخکې ویلي وو د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره ضروري فني سریزې غوره شوې دي او د رایو صندوقونه د سهار په اوه بجې پرانیستل شول او د مازیګر تر شپږو بجو پورې به خلاص وي.
هغه وویل د عراق څه د پاسه شل میلیونه خلک د رایو د ورکولو شرایط لري او هغوې به په اتو زرو مرکزونو کښې د رایو په نهه دیرش زره صندوقونو کښې رایې واچوي.
په عین حال کښې د مقتدا صدر ډلې مشر مقتدا صدر چې د انتخاباتو بایکاټ یې کړی دی او هیله لري چې په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه کمزوري وي له خپلو پلویانو غوښتي دي چې نن په خپلو کورونو کښې پاتې شي او له ضروري کارونو پرته له کورونو مه وځي.
د پارلمان انتخابات د عراق تر ټولو مهم انتخابات ګڼل کیږي ځکه چې د پارلمان په درې سوه نهویشتو استازیو ټاکلو سربیره پارلمان د ولسمشر د ټاکلو مسوولیت هم پرغاړه لري او ولسمشر هم ژمن دی د پارلمان په لومړۍ غونډه کښې د حکومت د کابینې د جوړولو لپاره د پارلمان له تر ټولو ستر فراکسیون څخه لومړی وزیر وټاکي.
لومړی وزیر هم د خپلې کابینې د غړیو له انتخابولو وروسته د باور راې د ترلاسه کولو لپاره خپل وزیران پارلمان ته معرفي کړي او د پارلمان د استازیو لخوا د باور رایې د ورکولو په بڼه کښې حکومت کولای شي د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپل رسمي فعالیت پیل کړي.