مصر له عربستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره بیړه نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې د سیمه ئیزو موضوعګانو په هکله د مصر او د عربستان د نظر اختلاف ته په اشارې سره ولیکل: قاهره له ریاض سره له ډیرو اختلافاتو لرلو سره سره له سعودي عربستان سره د اړیکو د ترمیمولو لپاره بیړه نلري.
د مصر حکومت چې د قطر په غږملتیا سره د مقاومت ډلو لپاره په تر ټولو کم تاوان سره په غزې کښې د اوربند په تینګولو بریالی شو، همدا اوس له سعودي عربستان سره زیات اختلافات لري.
د لبنان الاخبار ورځپاڼې زیاته کړه د مصر او د سعودي عربستان ترمینځ اختلاف په سیاسي مسائیلو پورې محدود نه دی بلکې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ نیغ په په نیغه اړیکو ته هم غځیدلی دی.
د مصر ولسمشر السیسي د عربستان د حقیقي واکمن محمد بن سلمان لخوا د سیمې د چارو د مدیریت د څرنګوالي په هکله ناراضي دی او محمد بن سلمان هم د خپلو سیاستونو اصلاح کولو ته چې هغه د عربستان او د سیمې په ګټه ګڼي هیڅ ګروهنه نلري.
دغه رسنۍ د سوریې د دوسیې په هکله د مصر او د عربستان اساسي اختلاف ته اشاره وکړه چې ریاض د سوریې د موقته حکومت د مشر احمد الشرع د اقداماتو په هکله له زیاتو شکونو سره سره په چټکۍ سره هغه د سوریې لپاره د اعتماد وړ مشر په توګه نړیوالې ټولنې ته معرفي کړ خو مصر له احتیاط څخه ډک کړچار غوره کړی دی.
په دې مینځ ومان کښې یوبل ته د سوریې او د مصر د نږدې کولو لپاره د عربستان هڅې ناکامه دي ځکه چې قاهره له ترتعقیب لاندې کسانو یا د ترهګرو فعالیتونو د مخینې له لرونکو کسانو سره له هر ډول امنیتي غږملتیا کولو ډډه کړې ده.
د لبنان د دوسیې په هکله هم د سعودي عربستان او د مصر ترمینځ اساسي اختلاف شته ځکه چې د حزب الله او د هغه د وسلو په هکله د دواړو هیوادونو نظر له یوبل سره فرق لري.
سعودي عربستان په هره بیه د وسلو د سپارلو لپاره په حزب الله باندې د دباو په دوام ټینګار لري خو مصر په ګواښ او دباو سره د دغه موضوع حل کول ګټور نه ګڼي.
د سوډان د دوسیې په هکله هم مصر د چټک ملاتړ د ځواکونو له ملیشا ډلو څخه د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ملاتر مخالف دی او قاهره د «عبدالفتاح البرهان» په مشرۍ د پوځي شورا ملاتړ کوي.
د ایران د اټومي دوسیې په هکله هم د تهران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ د مصر د مینځګړیتوب له بریالیتوب وروسته چې سعودي عربستان ترې نه و خبر کړی شو یوبل اختلاف رامینځته شو او دغه موضوع د عربستان ژور خپګان رامینځته کړ ځکه چې عربستان په ځلونو غوښتنه وکړه چې جزیات وویني خو یوازې لنډ شان اطلاعات یې ترلاسه کړل.