د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په هکله پریکړه لیک رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167316-د_فلسطین_حماس_غورځنګ_د_غزې_په_هکله_پریکړه_لیک_رد_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ او د اسرائیلو پرضد د وسلو په ځمکې کیښودلو یې انکار وکړ.
(last modified 2025-11-18T12:37:51+00:00 )
Nov 18, 2025 10:47 Asia/Kabul
  • د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په هکله پریکړه لیک رد کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ او د اسرائیلو پرضد د وسلو په ځمکې کیښودلو یې انکار وکړ.

د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «حازم قاسم» وویل د غزې تړانګې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک د فلسطینیانو حقوق او غوښتنې نه پوره کوي.

هغه وویل دغه پریکړه لیک په غزې تړانګې باندې نړیواله سرپرستۍ ورتپي او په غزې تړانګه کښې  د نړیوال ځواک دیره کیدل به دغه ځواک بې پلوه پرې نه ږدي.

د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل مونږ د اسرائیلو پرضد هرډول مقاومت جایز ګڼو او د وسلو  په ځمکه د کیښودلو غوښتنه ردوو.

د ویلو ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا د غزې تړانګې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وړاندیز تصویب کړی دی.

د پاکستان په شمول دیارلسو هیوادونو د دغه وړاندیز په ملاتړ کښې رایې واچولې او روسیې او چین په رایو اچولو کښې برخه وانیخستله.

په دغه وړاندیز کښې په غزې تړانګه کښې د نړیوال ثبات ځواک دیره کیدل او په غزې کښې د موقته حکومت جوړیدل شامل دي.

په دغه نړیوال ځواک کښې به د انډونیزیا او د اذربایجان جمهوریت په شمول مسلمان هیوادونه شامل وي.

اسرائیل به سوکه سوکه له غزې تړانګې ووځي او د فلسطین روزل شوي پولیس ځواکونه به په سرحدي سیمو کښې خپلې دندې ترسره کړي.