په لبنان باندې د اسرائیلو تیري به دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167888-په_لبنان_باندې_د_اسرائیلو_تیري_به_دوام_ولري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان لومړي وزیر «نواف سلام» وویل جاجونې ښودنه کوي چې زمونږ په هیواد لبنان باندې د اسرائیلو د وروستیو اونیو د حملو او د اقداماتو زیاتول پیل شوي دي او هغه به دوام ولري.
(last modified 2025-12-01T01:09:42+00:00 )
Dec 01, 2025 05:36 Asia/Kabul
  • په لبنان باندې د اسرائیلو تیري به دوام ولري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان لومړي وزیر «نواف سلام» وویل جاجونې ښودنه کوي چې زمونږ په هیواد لبنان باندې د اسرائیلو د وروستیو اونیو د حملو او د اقداماتو زیاتول پیل شوي دي او هغه به دوام ولري.

هغه وویل لبنان ته د نړۍ د کاتولیک عیسایانو د مشر پاپ سفر ډیر مهم دی او هغه لبنان ته ډیر ارزښت ورکوي او د دغه سفر تر ټولو مهم هدف سوله ده.

دغه راز د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم په تیرې جمعې ورځې وینا کښې هیله کړې وه چې د پاپ سفر په لبنان باندې د اسرائیلو رژيم د حملو له ختمیدا سره مرسته وکړي.

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام وویل د اسرائیلو د اقداماتو په زیاتیدا سره له سختو ورځو سره مخامخ یوو او مصر هماغه ډول چې اوازه خپره شوې وه اخري پیغام نه دی منتقل کړی.

هغه وویل د لبنان د پوځ په پلان کښې په سیمو کښې د وسلو راغونډول او د جغرافیايي ملاحظاتو  او د معلومو پړاونو پراساس ولاړ دي.

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام ټینګار وکړ حزب الله غورځنګ د غلیمانه اقداماتو د بندولو مادو ته پاې بنده دی او ضروري ده چې د پوځ د پلان د بشپړولو لپاره له هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وشي.