د وینزویلا د ولسمشر نیکولس مادورو انتخابونه محدود دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167940-د_وینزویلا_د_ولسمشر_نیکولس_مادورو_انتخابونه_محدود_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «رویټرز» خبري اژانس په یوه راپور کښې په دې ادعا سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره د ټیلي فوني خبرو په وخت د هغه غوښتنې رد کړي دي ادعا وکړه د مادورو انتخابونه محدود دي.
(last modified 2025-12-02T12:35:17+00:00 )
Dec 02, 2025 12:58 Asia/Kabul
  • د وینزویلا د ولسمشر نیکولس مادورو  انتخابونه محدود دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «رویټرز» خبري اژانس په یوه راپور کښې په دې ادعا سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره د ټیلي فوني خبرو په وخت د هغه غوښتنې رد کړي دي ادعا وکړه د مادورو انتخابونه محدود دي.

رویټرز خبري اژانس په دغه راپور کښې زیاته کړه د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه حکومت د خپل هیواد پرضد د امریکا ټول تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې امریکا د تیلو په شمول د وینزویلا د پراخو طبیعي سرچینو د کنټرول لپاره د حکومت د بدلولونو کوشش کوي.

رویټرز خبري اژانس په دغه راپور کښې د دریو خبرو سرچینو په قول چې غوښتل نومونه یې ایشوا نشي ادعا کړې ده د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د دغه ټیلي فوني تماس په اوږدو کښې د امریکا ولسمشر ټرامپ ته ویلي دي دې چمتو دی چې له وینزویلا ووځي، په دې شرط چې دې او د ده کورنۍ غړي د امریکا د ټولو بندیزونو د لغو کولو په شمول له قانوني بښنې او د هغه دوسیې چې د هیګ د نړیوالې جنایي محکمې ورسره مخامخ دی له ختمیدا برخور شي.

رویټرز خبري اژانس د دغو دریو خبرو سرچینو په قول ادعا کړې ده د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو دغه راز د خپل هیواد د څه د پاسه سلو حکومتي چارواکو پرضد د بندیزونو د لغو کیدا غوښتنه کړې ده چې ډیرې یې د امریکا لخوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ، د نشه ئیزو موادو په قاچاق یا فساد باندې تورن شوي دي.

دغه راز د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و ولسمشر ټرامپ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره په ټیلي فوني خبور کښې هغه  ته ګواښ کړی که چیرې په خپله خوښه له واک څخه څنګ ته نشي نو امریکا به له زور څخه استفاده وکړي.