پر افغانستان د اغېز لپاره مو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د افغانستان د حالاتو د بدلېدلو لپاره د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ساتل ډېر مهم دي.
نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان دا مهال د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او هېڅ هېواد نه شي کولای چې د کابل له اوسني مشرتابه سره د اړیکو له لرلو پرته په واقعي ډول د دې هېواد پر چارو اغېز ولري.
له "انډیا ټوډې" ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې، کله چې د روسیې له ولسمشر پوتین څخه وپوښتل شو ولې مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند نو هغه وویل: "افغانستان کښې کلونه کلونه جګړه وه او طالبان اوس د دغه هېواد ټول وضعیت کنټرولوي.
دا یو حقیقت دی چې باید ومنل شي.
که موږ غواړو د افغانستان پر روانو بهیرونو اغېز ولرو، باید له اوسنۍ مشرتابه سره اړیکې ولرو، هغه کار چې موږ یې اوس کوو."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې د روان کال د جولای په میاشت کې د لومړي هېواد په توګه د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت وپېژانده.
دغه پرېکړه د طالبانو د مخالفو سیاستوالو او د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوه.
پوتین همدارنګه د "طالبانو د حکومت" هغه هڅې وستایلې چې ګواکې د ترهګرۍ پر ضد او د نشهيي موادو د تولید په کمولو کې یې کړي دي.
د روسیې ولسمشر پوتین وویل: "افغان چارواکو د تریاکو تولید په څرګنده توګه راکم کړی او په فعاله توګه د نشهيي موادو له اړخه له راتلونکو ګواښونو سره مبارزه کوي."
پر هند د وسلو پلورل د روسیې لپاره له نورو لومړیتوبونو یو دی او دا د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې همداسې پاتې شوی دی.
روسیه چې د کاري ځواک له کمښت سره مخ ده، هند د ماهر کاري ځواک یوه ارزښتناکه سرچینه ګڼي.
سره له دې چې د لوېدیځو حکومتونو له خوا د اوکرایین د جګړې له کبله پر روسیې د نیوکو سخت فشارونه راغلي، نرندرا مودي په دوامداره توګه ټینګار کړی چې خبرې اترې د شخړې د حل یوازېنۍ لاره ده.
روسیه د هغو لږو هېوادونو له ډلې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت ونه تاړه.
مسکو همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له حکومت سره لومړی نړیوال اقتصادي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان ته تېل، ګاز او غنم برابروي.
په روان کال کې طالبان د روسیې له هغه لېسته هم وایستل شول چې ترهګرې ډلې په کې شاملې وې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوځل بیا خبرداری ورکړی چې د اوکرایین ځواکونه باید د دې هېواد په ختیځ کې له دونباس سیمې شاتګ وکړي، که نه، نو روسیه به دا سیمه په زور ونیسي.
هغه د پنجشنبې په ورځ (ډسمبر څلورمه)، له "انډیا ټوډې" ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: "یا موږ دا سیمې په زور نیسو، یا به د اوکرایین ځواکونه دا سیمې پرېږدي". مسکو اوس د دونباس شاوخوا ۸۵ سلنه په خپل کنټرول کې لري.