زېلنسکي په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168432-زېلنسکي_په_ناټو_کې_د_غړیتوب_له_هڅو_لاس_واخیست
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي په برلین کې د سولې له مذاکراتو سره هممهاله اعلان کړی چې هېواد یې په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس په سر شوی دی.
(last modified 2025-12-15T02:42:50+00:00 )
Dec 15, 2025 07:09 Asia/Kabul
  • زېلنسکي په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس واخیست

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي په برلین کې د سولې له مذاکراتو سره هممهاله اعلان کړی چې هېواد یې په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس په سر شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې زېلنسکي د دې پرېکړې موخه له روسیې سره د جګړې پای ته رسول ښودلی، په دې شرط چې لویديځ امنیتي ضمانت ورکړي.

د اوکرایین ولسمشر پرون هم ویلي و چې په برلین کې به د اروپا او امریکا له استازو سره وګوري څو په اوکرایین کې د «سولې پر اصولو» ورسره وغږېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ جګړه له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده او تر دې دمه د روسیې بریدونو د درولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو پایله نه ده ورکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وار وار ټينګار کړی چې اوکرایین دې په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس واخلي.

نوموړي له اوکرایین غوښتي چې خپل ځواکونه د دونباس له شاوخوا ۱۰ سلنې سیمې څخه چې لا هم د کییف تر کنټرول لاندې ده، وباسي.

 

همداراز، مسکو ویلي چې اوکرایین دې یو بې طرفه هېواد وي او د ناټو ځواکونه نه شي کولی چې په دغه هېواد کې مېشت شي.